شمالي کوریا یو پخوانی نیول شوی امریکايی پوځي "میریل نیومن" خوشې کړ

شمالي کوریا د نولس سوه پنځوسمو میلادي کلونو د کوریا د جګړې یو پخوانی تجربه کاره امریکايي پوځي چې؛ د اکتوبر له میاشتې راهیسې یې نیولی و؛ خوشي کړ.

"میریل نیومن" د کلفورنیا دی او د پنځه اتیا کلونو دی. دی د شمالي کوریا چارواکو د کمونست رژیم پرضد د دښمني په تور تورن کړی و.

د کوریا دولتي اژانس نن وویل چې؛ نیومن یې د هغه د عمر او روغتیا له کبله خوشې کړ.

د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن وویل چې؛ نیومن چین ته رسیدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نیومن د خوشې کېدو هرکلی کړی دی او له شمالي کوریا څخه یې غوښتي دي چې؛ بل امریکایی "کینت بیې" هم خوشي کړي.

کینت بي د شمالي کوریا د حکومت د پرزولو په تور په پنځلس کاله شاقه حبس محکوم شوی دی.