په نیمروز کې چارواکي وايي چې د یوې ښځې پولیسې د وژل کېدو په اړه څیړنې پيل شوې دي.
د نیمروز په مرکز زرنج کې یوه پولیسه ښځه پرون د ناڅرګندو وسله والو په حمله کې ووژل شوه او د کورنۍ دوه غړي یې زخمیان شول.
د نیمروز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د حملې تر شا د کورنیو لانجو پر امکان غور کیږي.
په نیمروز کې وژل شوې پولیسه "معصومه نومېده" او سیمه ییز چارواکي وايي چې خپلې دندې ته متعهده پولیسه وه.
د حملې مسولیت کومې ډلې نه ده اخیستی.