په شانګهای کې د ککړې هوا له امله ښونځي او ترانسپورتي ادارې بندې کړای شوي دي

نن په شانګهاي کې چارواکو د ښوونځیو زده کونکو ته ویلي چې په کورونو کې پاتې شي، د ساختماني کمپنیو کارونه یې درولي، ښاري بسونه ، د الوتکو پروازونه او شخصي موټر بند دي څو د ښار د هوا کثافت کم شي.

ویل کیږي چې نن د شانګهاي پر ښار ژېړ رنګی او غالبا خطرناک غبار خپور وو.

شانګهاي درویشت ملیونه نفوس لري او د نړۍ له هغو ښارونو دی چې هوايي ډيره ککړه ده.

روغتیايي ادارې وايي، د شانګهاي ښار د هوا ککړتیا هلته د زړه حملې؛ د ماشومانو د زیږیدو په برخه کې د ستونزو، سرطانونو او عصبي حملو امکان زیاتوي.