سرګي لاوروف د خپل وزارت د علمي شورا له غړو سره د افغانستان په اړه غونډه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ د خپل وزارت د علمي شوری له غړیوسره غونډه وکړه او د افغانستان په ګډون د روسیې د جنوبي سیمو د امنیت په مسالو یې بحث وکړ.

ایتار تاس آژانس وایي؛ د غونډې ګډونوال سلا شول چې د کړکیچونو حل کول؛ د شخړو، بنسټ پالنې او نه زغم مخنیوی یوازې د نړیوالې ټولنې په ګډو هلو ځلو او د نړیوالو قوانینو پر اساس ممکن دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ په غونډه کې دغه راز د سوریې د شخړې او د ایران د اټمي پروګرام د لانجې په عادلانه حل کې د روسیې او متحده ایالاتو د همکاریو د مثبتو تجربو یادونه هم
وشوه.