د اوکراین ولسمشر "ویکټور یانوکوویچ" له چین څخه روسیې ته ولاړ

د اوکراین جمهور رییس "ویکټور یانوکوویچ" له چین څخه د یوه رسمي سفر پر لار؛ په روسیه کې لنډه دمه وکړه او د دې هېواد له جمهور رییس ولادمیر پوتین سره یې وکتل.

د پوتین ویاند "دیمتري پیسکوف" وویل؛ جمهوررییس پوتین او یانوکوویچ د تورې بحیرې په سوچې استراحت ځای کې خبرې وکړي او دواړو مشرانو د سوداګرۍ او اقتصادي مسالو په اړه بحث وکړ.

یانوکوویچ چین ته په یوه څلور ورځنی سفر تللی و او تمه وه چې، په مستقیم ډول اوکراین ته ستون شي او دا ځکه چې په دغه هېواد کې له اروپایي اتحادیي سره د نږدې اړیکو د تړون د ردولو له امله د حکومت پر ضد مظاهرې روانې دي.