د شمالي اروپا په زیاتو هېوادو کې د وروستي طوفان له امله د مړو شمېر شپږو ته لوړ شوی

د شمالي اروپا په زیاتو هېوادو کې د وروستي شدید طوفان او باد له امله د مړو شمېر شپږو ته لوړ شوی دی.

شدید باد او طوفان د انګلستان په شمال کې یو موټر چپه کړې چې چلونکی یې مړ شوی .

د انګلستان په شمال او دنمارک کې شدید باد ونې ماتې کړې او پر موټرو راغورځيدلې چې دوه تنه په کې مړه شوي دي.

ویل کیږي چې؛ د انګلستان په شمال کې د باد شدت په ساعت کې دوه سوه پینځه ویشت کلیومتر ته رسیدلی وو .

د پولنډ په زیاتو سیمو کې شدید باد د بریښنا لینونه پرې کړي او له امله یې څه باندې یو لک کسان برق نه لري.