د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن نن د جنوبي کوریا د مرکزسیول په پوهنتون کې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په ګډون د سیمې پرحالاتو خبرې وکړې.
بایډن وویل، امریکا د ختیځ چین په سمندرکې د چین د حکومت له خوا د نوي هوايي زون جوړیدل نه مني.
په دې نوي زون کې هغه ټاپو هم شامل دی چې؛ د ملکیت پر سر یې د جنوبي کوریا، جاپان او چین ترمنځ اختلافات دي.
بایډن وویل چې؛ دا به د امریکا پرعملیاتو هیڅ اغیز ونه لري.
د امریکا د ولسمشر مرستیال همدا راز ټينګار وکړ چې؛ نړېوال په شمالي کوریا کې اټمي وسلې نه شي زغملای:
"د امریکا متحد ایالات او نړېوال باید دا خبره کیم جون اون ته ډیره واضح وکړي چې؛ نړېواله ټولنه په شمالي کوریا کې اټمي وسلې نه منلای شي او نه یې زغملای شي."
جوبایډن وویل، شمالي کوریا به ترهغو چې د اټمي وسلو د جوړولو هڅې بندې نه کړي، د سولې او ثبات مخ ونه ګوري.