د ملي اردو ځوانان

په کابل کې د جلب او جذب عمومي قومنداني هغه ځای دی چې په ملي اردو کې شاملیدونکي ځوانان هلته ثبتيږي، معاینه کیږي، څارل کیږي او په مختلفو کنډکونو له ویشیدو وروسته نظامي ښوونيز او روزنیز مرکز یا (KMTC) ته ورمعرفي کيږي.

د جلب و جذب عمومي قومنداني ته له ورننوتو سره مې د سلګونو ځوانانو ګڼه ګوڼه ترسترګو شوه. په دوی کې د مختلفو سيمو ځوانان وو. وايي پخوا افغانستان کې عسکري جبري وه. خو دوی پخپله خوښه راغلي وو.

د دغو ځوانانو تر منځ یو هم د پکتیا محمد نبي و. له ملي اردو سره بې دریغه مینې مجبور کړی و چې خپله وظيفه ورته پریدي. په دوی کې په ځینو ځوانانو له ملي اردو سره شوق دومره زورور شوی و چې له کوره پټ راغلي وو.

د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قومندانۍ مرستیا جنرال محمدابراهیم احمدزی وايي چې د ۱۳۸۰ کال له دلوې میاشتې راپدیخوا ۳۸۷۶۰۸ نفره پخپله خوښه له دوی سره جذب شوي دي. جنرال احمدزی وايي چې که څه هم په ملي اردو کې د ښځینه و ونډه کمه ده، خو د زیاتېدا لپآره یې هڅې کیږي.

په جلب و جذب کې په مختلفو ډلو له ویشل کېدو وروسته چې کله دوی نظامي ښوونيز او روزنيز مرکز یا KMTC ته ورپيژندل کیږي. هلته نو بیا دوی په بېلابیلو مسلکونو تقسيمیږي. څوک یو ډول وسله زده کوي، څوک بل ډول، څوک افسر کیږي، څوک بریدمن کیږي او څوک نورو نظامي درسونو ته ورمعرفي کیږي. د روزنې یا ټريننګ پر مهال سرتیري د اوسیدو له ځایه لرې وړل کیږي. نقلي مرمۍ ورکول کیږي چې په اصطلاح انداخت زده کړي او بېلا بیل ټریننګونه ورکول کیږي.

د کابل ښوونيز او روزنيز مرکز یا KMTC قومندان جنرال امین الله پتیانی د ښځینه و د یوه کنډک د یادولو تر څنګ د ځینو نورو لواوو یادونه هم کوي او وايي چې پخوا د ملي اردو پر کیمیت کار کېده خو اوس يې کیفیت ته توجه ډیره کړې ده، دی وايي چې د ځينو ژبو د زده کړو تر څنګ ځوانان د کمپيوټر او ځینو نورو تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې هم روزي. جنرال پتیانی وايي چې په دغه مرکز کې دوی ته د اوسیدو، خوراک څښاک او نورې هغه ضروري اسانتیاوې چې یو انسان ورته اړتیا لري برابرې دي.

په دغه مرکز کې یوه درسي ټولګي ته ورغلم. چې پر دیوالونو یې د افغانستان مختلفې نقشې او ځينې سمبولونه نښلولو شوي وو. د ملي اردو په جامه پټ ګڼ ځوانان پر چوکیو ناست د خپل استاد خبرو ته غوږ وو. له دوی مې ځينې ځوانان وپوښتل، دوی زیاتره له دوولسم ټولګي فارغه شوي وو، غوښتل یې په ملي اردو کې لوی افسران شي.

د دغه ټولګي استاد بریدمن محمدذاکر و. ده ویل چې دوی ته د ځینو نظامي لارو چارو تر څنګ دا تربیه هم ورکول کیږي چې له ملکي خلکو سره ښه رويه او ښه چلند وکړي او ټول یو افغانان وګڼي.

عزیز الله بریدمن دی. دی هم له څو کلونو راهيسې په ملي اردو کې دنده لري. د ده له یوې خاطرې سړی پوهیږي چې د دوی تر منځ څومره مینه او خلوص دی. عزیزالله کور ته روان و او ملګري یې ترې یو څه غوښتي وو. عزیز الله هغه ډالۍ خپل ملګري ته اخیستې وه خو وروسته خبر شو چې ملګری یې وژل شوی دی. دی وايي چې اوس کله د ملګري هغې تحفې ته ګورم نو ځوریږم.

له KMTC فارغیدو وروسته روزل شوي سرتیري مختلفو قول اردوګانو ته لېږل کیږي. جنرال امین الله پتیانی وايي چې دوی له ۱۳۸۱ کال راهيسې نږدې دوه لکه سربازان روزلي دي او لا نور هم روزي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې




تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.