نیلسن منډیلا د پنځه نوي کلونو په عمر وفات شو

نیلسن منډیلا د پنځه نوي کلونو په عمر وفات شو. د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما وویل، د نژادي تبعیض مخالف سرلاري د پنجشنبې په ماښام په جهانزبرګ کې په خپل کور کې په ارامه ساه ورکړه.

د جنوبي افریقا ولسمشر منډیلا ته د مډرنې جنوبي افریقا د پلار خطاب وکړ او ویې ویل چې د منډیلا له مړینې سره جنوبي افریقا خپل ستر شخصیت له لاسه ورکړ.

منډیلا به د رسمي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي. دی اووه ویشت کاله زنداني و او بیا یې جنوبي افریقا د لږکیو سپین پوستو له واکمنۍ خلاصه کړه او هلته یې ډیموکراسي حاکمه کړه.

منډیلا د نوبل د سولې جایزه ګټلې وه او دی په ۱۹۹۴ کال د جنوبي افریقا لومړنی منتخب ولسمشر غوره شوی و.