د تاجکستان یو څارنوال: د اپوزیسیون یو غړی "زاید سیدفو" دې په ۲۸ کاله قید محکوم کړای شي

د تاجکستان يوه څارنوال په دوشنبې ښار کې له محکمې وغوښتل چې؛ د اپوزيسيون يو مخکښ غړی او سوداګر "زايد سيدوف" په ۲۸ کاله قيد محکوم کړي.

سيدوف، چې پخوا د پارلمان غړي و؛ د نوي تاجکستان د ناراجستر شوي ګوند مشر دي.

نوموړي د مې په مياشت کې ونيول شو او له خپل مقامه په سوء استفادې، مالي درغلۍ، باج اخيستلو، د څو ښځو په لرلو، له کم عمرو سره د جنسي اړيکو، رشوت اخيستلو او ګڼو نورو اعمالو تورن کړاي شو.

سيدوف، چې محاکمه يې د سپټمبر له مياشتې څخه پيل شوې، ټول تورونه ردوي او وايي چې ده ته دا دوسيه په سياسي انګېزو جوړه شوې ده.