د یمن په دفاع وزارت کې حملو او چاودنو ۲۰ تنه وژلي او ۳۷ یې ټپیان کړي دي

يمني چارواکي وايي، د دغه هيواد په دفاع وزارت کې چاودنو او حملو لږترلږه ۲۰ تنه وژلي او ۳۷ نور ژوبل کړي دي.

د يمن په مرکز صنعا کې د دغه هيواد د دفاع وزارت په ودانۍ کې لومړي د موټر بم ځانوژونکې چاودنه وشوه او ورپسې وسله وال کسان په بل موټر کې د وزارت ودانۍ ته ننوتل.

د يمن دفاع وزارت په خپله ويبپاڼه کې په يوه خبرپاڼه کې وويل چې؛ د دفاع وزارت د ودانيو د کمپليکس په منځ کې يو روغتون په نښه شوي دي.

روغتون ته سخت زيان اوښتي دي.

د يمن د دفاع وزارت وايي، له چاودنې وروسته د وسله والو کسانو او د يمن د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته هم وشوه.

وزارت وايي چې، اکثره حمله کوونکي ووژل شول؛ خو ويې نه ويل چې د هغو شمېر څومره و.