د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د موټربم چاودنه شوې

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د میوند ولسوالۍ په بازار کې د بهرنیو ځواکونو په یوه کاروان د موټر په وسیله انتحاري حمله شوې چې څلور بهرنیان په کې ټپيان شوي دي.

د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان دوهم څارمن عبدالله ازادي راډیو ته وویل؛ پیښه نن شاوخوا یوه بجه شوې چې یو شمېر عام کسان هم په کې ټپيان دي.

اخوا د کندهار د والي ویاند د پیښې په تایید سره ازادي راډیو ته وویل چې؛ په پیښه کې شپږ تنه ملکیان ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې بهرنیو ځواکونو د ور اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

هیڅ کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.