ولسمشر کرزی: په راتلونکو انتخاباتو کې به هیچا ته د مداخلې اجازه ورنه کړل شي

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي یو ځل بیا ټینګار کړی چې؛ د راتلونکي کال په انتخاباتو کې به هیڅ چاته د مداخلې اجازه ورنه کړل شي.

د جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي د دې مسالې پر سر پرون د امریکا د ملي ډیموکراټیک انسټیټوټ له مشرتابه پلاوي سره په کابل کې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې دا امریکايي هیات په افغانستان کې د راتلونکې کال انتخاباتو ته د چمتوالي د څیړنې په خاطر کابل ته راغلی دی.

سرچینه زیاتوي چې، ولسشمر کرزي له دغه هیات سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې؛ د سراسري انتخاباتو لپاره چمتوالی نیول شوی او په دې برخه کې هیڅ راز اندیښنه نه ده موجوده.