امریکایي چارواکي وایي، واشنګټن غواړي هغه اسلامي سخت دریځې ډلې ښیې وپیژني چې؛ د سوریې د حکومت پرضد جنګیږي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسې پرون ونه ویل چې؛ ایا متحده ایالاتوله دغو ډلو سره چې ګومان کوي له القاعده سره اړیکې لري، کتلي دي.
خو هغه وویل چې، واشنګټن په دې اړه چې ایا دغه سوني ډلې یوه معتدله او عامه تګ لاره مخ ته وړي او که یواځې افراطي لاره تعقیبوي، څیړنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "ماریه هارف" وویل، امریکایي چارواکو چې د سوریې د بحران د سیاسي حل لارې امکانات لټوي؛ د سوریې د اپوزیسیون ترڅنګ له اسلامي سخت دریځو سره هم تماس نیولی دی.
خو هغې وویل، له ځینو ډلو لکه "ال نصره" سره چې تروریستي ډلې نومول شوي، هیڅ تماس ندی نیول شوی.