د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د اکراین د پلازمینې کییف ښار د خپلواکۍ په چوک کې د اکراین له اروپا پلوو اعتراض کوونکو سره ولیدل.
"ګویډو ویسټرویلې د اعتراض کوونکو سربیره د اپوزیسون له مشراو د بوکس له اتل "ویتالی کلیچکو" سره هم وکتل.
هغه وویل، د حکومت د تیرې اونۍ د پریکړی سره سره چې له اروپایي اتحادیي سره یې د نژدیو همکاریو د موافقې له لاسلیک کولو ډډه کړې او پرځای یې له خپل ګاونډ روسیې سره د اړیکود پیاوړي کېدو هڅه کوي؛ د اروپا ور د اکراین پرمخ خلاص دی.
د حکومت دغه اقدام په اکراین کې د ۲۰۰۴ کال نارنجي انقلاب راهیسی پراخ اعتراضونه راپارولی دي.