ايمل فيضي دا خبره وروسته له دې وکړه چې؛ د ناټو د سرمنشي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل چې؛ د ولسمشر کرزي پر ځای د ده د حکومت کوم وزير يا بل جګپوړي چارواکي له امريکا سره امنيتي موافقه لاسليک کولی شي.
ښاغلي فيضي په عين حال کې پر امنيتي موافقې له امريکا سره د خبرو بيا پيلولو ته د افغانستان د حکومت چمتووالي وښود.
ده دا څرګندونې له عصمت څاروان سره په دې مرکه کې وکړې.