د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري "مالدووا" ته لاړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري "مالدووا" ته لاړ چې د پخواني شوروي د دغه پخواني جمهوریت د لوېدیځ پلوه اقداماتو ملاتړ وښيي.

جان کري د څلورو ساعتونو لپاره د "مولدو وا" مرکز چیشینو ته وروسته له دې لاړ چې مولدووا له ګورجستان سره یوځای تېره اوونۍ له اروپايي اتحادیې سره د نژدې اړیکو موافقې لاسلیک کړې.

کري په عین حال کې په اوکراین کې د وزیرانو په کنفرانس کې ګډون ونه کړ؛ ځکه چې دغه هیواد له روسیې سره د نژدې اړیکو د ساتنې په خاطر له بروکسل سره د موافقې لاسلیک رد کړ.