د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د امنیتي تړون د ژر لاسلیک کېدو غوښتنه وکړه

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په بروکسل کې د افغانستان له بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو سره په کتنه کې د امنيتي موافقې د ژر لاسلکېدو غوښتنه وکړه.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلې دوه ورځينۍ غونډې په پای کې د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ضرار احمد مقبل او کورنيو چارو وزير عمر داوودزي سره وکتل او هغوی ته يې وويل، که افغانستان له ۲۰۱۴ وروسته د بهرنيانو ملاتړ غواړي نو ژر تر ژره دې د امريکا له متحدو ايالتونو سره امنيتي موافقه لاسليک کړي.

د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن وويل؛ د ناټو ټولو وزيرانو د افغانستان د حکومت لپاره څرګند پيغام درلود او هغه دا چې دا ډېره فوري چاره ده چې امنيتي موافقه ژر لاسليک کړي.

"که د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ د لومړۍ لپاره يو قانوني چوکاټ نه وي؛ موږ نه شو کولی چې، هلته خپل ځواکونه ولرو يا وسايل ورولېږو. په داسي يو حالت کې موږ بايد تر ۲۰۱۴ مخکې د ټولو ځواکونو د ايستلو لپاره پلان جوړ کړو. له همدې کبله ټولو وزيرانو په نننۍ غونډه کې د افغانستان حکومت ته يو ډېر څرګند پيغام ولېږه او هغه دا چې د دوه اړخيزې امنيتي موافقې لاسليک ضروري دي."

تر دې مخکې پرون د هالنډ د بهرنيو چارو وزير "فرانس ټيمرمنس" وويل؛ که افغانستان امنيتي موافقه لاسليک نه کړي دا به يو سخت او جدي ګوزار وي.