د پاکستان تحریک انصاف ګوند د امریکا وروستی اعلان خپل تکتیکي بری بللی

په پاکستان کې د امریکا ضد یو سیاسي ګوند د امریکا هغه اعلان د ځان لپاره تکتیکي بری بللی؛ چې وایي، له افغانستان څخه د خپلو موادو انتقال یې له طورخم څخه کراچۍ ته په موقت ډول بند کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت وایي، دا پرېکړه یې د موټر چلوونکو د حفاظت لپاره کړې ده.

راپورونه وایي، د عمران خان تحریک انصاف ګوند ملاتړې په خیبر پښتونخواه ایالت کې؛ افغانستان ته د تلونکو لاریو اسناد ګوري چې ناټو ځواکونو ته مواد انتقال نه کړي.

تحریک انصاف ګوند د پاکستان په قبایلې سیمو کې د بي پيلوټه الوتکو په حملواعتراضونه کوي.

د دې ګوند ویاندې "شیرین مزاري" فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، د امریکا د دفاع وزارت د موادو د انتقال د بندولو پرېکړه به په اعتراضونو اغیز ونه کړي او تر هغې به مظاهرې دوام وکړي چې؛ د بې پيلوټه الوتکوې حملې بندې شي.