اکتا: د ۱۹۹۳کال په تایید شوې بودجه کې د ولایتونو اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوي

"اکتا" یا د شفافیت او حساب ورکولو ایتلاف وایي چې؛ د مشرانو جرګې له خوا د راتلونکې کال په تایید شوې بودجه کې د ولایتونو اړتیاوې او لومړیتوبونه سم په پام کې نه دي نیول شوي.

د دې ایتلاف مشرې هوسۍ وردک نن په یوه غونډه کې وویل چې؛ دې مسالې ته باید جدي پام وشي او په هر ولایت کې د خلکو او ولایتي شوراګانوله غوښتنو سره سمه ملي بودجه تصویب شي.

د افغانستان مشرانو جرګې د۱۳۹۳ لمریزکال بودجه پرون د څینو تعدیلاتوپه راوستلو سره تایید کړه.