حزب الله: سعودي په بیروت کې د ایران پر سفارت په وروستیو بریدونو کې لاس لري

د لبنان د حزب الله شیعه ډلې مشر سعودي عربستان تورن کړی چې؛ په بیروت کې د ایران پر سفارت په وروستیو ځانوژونکو بریدونو کې لاس لري.

حسن نصر الله تیره ورځ په خپله تلویزوني وینا کې وویل؛ هغه باور لري چې، د دې بریدونو مساله ډله د سعودي عربستان له استخباراتي اجنټانو سره اړیکه لري.

د بیروت په دوو ځانوژونکو چاودونو کې ۲۵ کسان ووژل شول او د عبد الله عزام په نامه یوې سني وسله والې ډلې يې مسولیت پر غاړه واخست.

دغې ډلې ویلي، د ایران پر سفارت يې حمله په سوریه کې د ایران او حزب الله د مداخلې په عکس العمل کې کړې ده.

سعودي عربستان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پر ضد له جنګیدونکو وسله والو مالي او پوځي ملاتړ کوي.