وال سټریټ ژورنال:
امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "افغانان په هېواد کې له امریکا پرته د خپلې راتلونکې په اړه اندیښمن دي" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یې راغلي:
په کابل کې د مشورتي لویې جرګې په جریان کې چې؛ ټولو خلکو په کې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړن د تایید تمه کوله؛ په کابل او شاوخوا سیمو کې د کورونو بیې دوه برابره شوې وې.
خو له جرګې څخه یوه ورځ وروسته چې جمهور رییس کرزي د تړون د لاسلیک د ځنډولو خبرې وکړې؛ د کورونو بیې بېرته راټیټې شوې.
له بهره راغلي افغانان:
ورځپاڼه د سوداګرو او هغو افغانانو له خولې چې له بهره راغلي؛ وایي، دوی غواړي له افغانسانه ووځي، له همدې امله هېڅوک نه غواړي؛ خپل کورونه بېرته ورغوي او یا نوي کورونه په کرایه ونیسي.
وال سټریټ ژورنال لیکي، څو تنه ګوتې په شمار افغان سیاست وال د جمهور رییس کرزي ملاتړ کوي او د هغه د ورور محمود کرزي په ګډون نور ټول خلک اندیښمن دي.
د وال سټریټ ژورنال خبریال په کابل کې له زیات شمېر افغانانو، سوداګرو او حتی حکومتي چارواکو سره مرکې کړي او د ټولو نومونه یې ذکر کړي چې؛ هر یو یې د جمهور رییس کرزي په پرېکړې خوښ نه دی.
ګارډین:
انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې په دي اړه لیکلي؛ یوه ډله چې د جمهور رییس کرزي له دې پرېکړې څخه ډیره خوښه ده؛ هغه طالبان دي او په غیر مستقیم ډول جمهور رییس هڅوي چې؛ له امریکا سره امنیتي تړن بیخي رد کړي.
ګارډین زیاتوي، که چېرې دا تړون لاسلیک نه شي؛ افغانستان ته د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې به بندې شي او ملي پوځ به حتی د سونګ موادو د پیرلو توان هم ونه لري.
لاس انجلس ټایمز:
امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه په وروستۍ ګڼه کې د مسالې په اړه لیکي چې؛ جمهور رییس کرزي ته چا دا توان ورکړ چې؛ په دومره جرات او صراحت له امریکا سره امنیتي تړون وځنډوي او یا هم نوي شرطونه په کې رامنځ ته کړي.
ورځپاڼه لیکي، جمهور رییس کرزي له لومړي سره د دغه تړون په بحثونو څار درلوده او د مشورتي لویې جرګې له جوړطدو څخه یوه اوونۍ مخکې یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د تړون پر مسودې توافق کړی و؛ خو یو دم له خپلې خبرې واوښت.
لاس انجلس ټایمز لیکي، دا امریکا وه چې، د کرزي هر ناز یې وړ او پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش له کوم حساب کتاب پرته افغانستان ته په میلیاردونو ډالره ورکړل او "سي. ای. اې" ورته په بوجیو کې ډالر راوړل.
د ورځپاڼې په باور، د امریکا دې کارونو جمهور رییس کرزي ته داسې احساس ورکړ چې؛ امریکا یې هر شرط یا ناز مني او له همدې امله یې دا ډول دریځ غوره کړی دی.