د اوکراین په پلازمینه کییف کې د دولتي ودانیو په مخکې یو زیات شمېر مظاهره چیانو د حکومت د هغې پریکړې پرخلاف چې له اروپایي اتحادیې سره یې د نژدې همکارۍ موافقه رد کړې؛ خپلو اعتراضونه ته دوام ورکړی.
اروپایي اتحادیې وویل، په پام کې نه لري چې؛ نن (چهارشنبه) د اوکراین له یوه پلاوي سره وګوري.
د اوکراین حکومت ویلي چې، له اروپایي اتحادیې سره به نوې خبرې ترسره شي.
پرون د اوکراین د صدراعظم "میکولا ازاروف" حکومت ته پارلمان د عدم اعتماد رایه ورنه کړه. خو د اپوزیسیون فعالانو ژمنه کړې چې؛ ترهغو پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي؛ ترڅو چې حکومت استعفا نه وي کړي.
په عین حال کې د اکراین ولسمشر "ویکتوریانوکوویچ" د چین په سفرووت.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري یوځل بیا د مخالفینو ملاتړ وکړاو ویې ویل چې، واشنګټن د اکراین له حکومته غواړي چې؛ د خپلو خلکو اواز واوري چې غواړي آزاد، سوکاله او بسیا ژوند وکړي.