جان کري نن اروپا او منځني ختیځ ته په سفر وځي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن اروپا او منځني ختیځ ته په سفر وځي.

کري به په لومړي قدم کې په بروکسیل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې چې؛ افغانستان به یې د اجنډا په سر کې وي؛ ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د جان کري په سفر کې بدلون راغلی او د پنجشنبې په ورځ به د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په غونډه کې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د اوکراین په مرکز کییف کې جوړیږي، برخه وانه خلي.

د دې پر ځای به کري "مالدووا" ته لاړشي او د هغو مهمو بدلونو ستاینه به وکړي چې؛ د دغه هېواد حکومت په دې وروستیو کلونو کې عملي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "جین ساکي" دې پوښتنو ته ځوابونه ونه ویل چې؛ آیا جان کري له اروپایي اتحادیې سره د اتحاد او سوداګرۍ د تړون د نه لاسلیک کولو په غبرګون کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان غونډه تحریم کړې ده.

ټاکل شوې چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په دې سفر کې بیت المقدس او راملا ته هم لاړ شي.