د محابسو او توقیف ځایونو د څېړلو ځانګړې کمېټې د څېړنو پر مهال اته زره شکایتونه او غوښتني له بندیانو څخه ترلاسه کړي او څیړلي دي.
د دې کمیټې مسوولان وایي چې، د افغانستان په یو ویشتو زندانونو کې بندیانو تر ډېره د روغتیایي، روزنیزو، د هغوی دوسیو ته د نه رسیدګۍ، په سمه توګه د جمهور رییس د فرمانونو د نه عملي کېدو او داسې نورو له امله شکایتونه کول.
د دې ځانګړې کمیټې مشرګل رحمان قاضي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه د یوې طرحې د نهایي کېدوپه غونډه کې وویل چې؛ دا طرح به ډېر ژر له لازمو سلا مشورو وروسته به ولسمشرکرزي ته واستول شي:
"له نهایي کېدو وروسته دا طرح ښاغلي ولسمشر ته وړاندې کیږي او هغه ورته اجرایوي حکم ورکوي. له هغې وروسته به دا طرح د افغانستان په ټولو زندانونو کې اجرایوی بڼه پیدا او اجرایوي ضمانت به هم لري."
د بندیانو د وضعې د څېړلوځانګړې کمېټه له بیلا بیلو دولتي ارګانونو څخه جوړه شوې او دوه ویشت تنه غړي لري.
دا کمیټه د جمهور رییس د فرمان پراساس شاو خوا درې میاشتې مخکې جوړه شوه چې؛ د کابل په ګډون د افغانستان په دوه ویشتو ولایتونو کې یې د بندیانود اصلاح او روزنې په هدف د لارو چارود موندلولپاره څیړنې ترسره کړې.
دې ځانګړې کمېټې وروسته له هغې د زندانونو د وضعیت څېړل پیل کړل چې؛ د افغانستان په بېلا بېلو زندانونو کې بندیانو د راز راز ستونزو له امله شکایتونه او حتی د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب وکړ.
د بشري حقونو ځینو سازمانونو هم په وار وار ویلي چې؛ د افغانستان په زندانونو کې لاهم بندیان له خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن نه دي او زندانونه په نړیوالو معیارونو نه دي برابرشوي.
که څه هم د بندیانو د وضعې د څېړلو ځانګړې کمېټه ټینګارکوي چې؛ په زندانونو او توقیف ځایونو کې باید اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي شي؛ خو د محابسو او توقیف ځایونو عمومي ریاست د امکاناتو له نشتوالي نه شکایت کوي.
د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو ریاست مرستیال محمد قسیم فصیحي په دې اړه د غونډې ګډونوالوته وویل:
"له بده مرغه د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو ریاست دا امکانات او ظرفیت نه لري چې؛ په زندانونو کې د بیاروزنې مرکزونه جوړ کړي.
د همدې ستونزې له امله نه شي کولای چې؛ خپل اهداف چې هغه د مجرمینو روزنه او ټولنې ته د هغوی سالم وړاندې کول دې ترلاسه کړي. د زندان منل شوي علمي معیار هم د بندیانو روزنه ده."
دغه راز د عدلیې وزارت مرستیال او د دې ځانګړې کمیټې غړي سید یوسف حلیم د نورو ستونزو ترڅنګ له قوانینو څخه د زندانونو د مسوولینو او بندیانوبې خبرې په افغانستان کې بله لویه ستونزه وبلله.
د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو چارواکي وایي چې؛ دا مهال څه باندې دېرش زره تنه د دې هېواد په زندانونو او توقیف ځایونو کې ساتل کیږي اوهر کال دا شمېره پنځه ویشت فیصده زیاتوالی مومي.
دوی وایي، سره له دې چې باید یوازې د بندیانو آزادي سلب شي او نور ټول بشري حقونه ورکړل شي؛ خو داسې راپورونه خپاره شوي چې؛ لاهم په ځینو ولایتونو کې زندانونه نشته او بندیان د نړېوالو معیارونو خلاف په کرایي کورونو کې ساتل کیږي.
راپور: نسیم شفق
د دې کمیټې مسوولان وایي چې، د افغانستان په یو ویشتو زندانونو کې بندیانو تر ډېره د روغتیایي، روزنیزو، د هغوی دوسیو ته د نه رسیدګۍ، په سمه توګه د جمهور رییس د فرمانونو د نه عملي کېدو او داسې نورو له امله شکایتونه کول.
د دې ځانګړې کمیټې مشرګل رحمان قاضي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه د یوې طرحې د نهایي کېدوپه غونډه کې وویل چې؛ دا طرح به ډېر ژر له لازمو سلا مشورو وروسته به ولسمشرکرزي ته واستول شي:
"له نهایي کېدو وروسته دا طرح ښاغلي ولسمشر ته وړاندې کیږي او هغه ورته اجرایوي حکم ورکوي. له هغې وروسته به دا طرح د افغانستان په ټولو زندانونو کې اجرایوی بڼه پیدا او اجرایوي ضمانت به هم لري."
د بندیانو د وضعې د څېړلوځانګړې کمېټه له بیلا بیلو دولتي ارګانونو څخه جوړه شوې او دوه ویشت تنه غړي لري.
دا کمیټه د جمهور رییس د فرمان پراساس شاو خوا درې میاشتې مخکې جوړه شوه چې؛ د کابل په ګډون د افغانستان په دوه ویشتو ولایتونو کې یې د بندیانود اصلاح او روزنې په هدف د لارو چارود موندلولپاره څیړنې ترسره کړې.
له بده مرغه د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو ریاست دا امکانات او ظرفیت نه لري چې؛ په زندانونو کې د بیاروزنې مرکزونه جوړ کړي.