په پروان ولایت کې د سړي تښتونکو یوه ډله نیول شوې ده

چارواکي وايي په پروان ولایت کې د سړي تښتونکو یوه ډله نیول شوې ده.

د پروان د جنايي جرمونو د ادارې مشر لطف الرحمن رشاد ازادي راډیو ته وویل؛ یو شمېر اختطافچیان له هغې سیمې چې تښتول شوي؛ کسان به په کې ساتل کېدل نیول شوي دي.

خو نوموړي د نیول شوو کسانو شمېر په ډاګه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې یو سوداګر له کابل څخه د ملي اردو په یوه موټر کې پروان ته تښتول شوی و.