ناټو د افغان حکومت دا ادعا رد کړې چې وایې، امریکا د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د ځینو جزو تامونو لپاره تیل او نوراکمالات د دې لپاره بند کړي؛ څو پرکابل فشار راوړي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نن په یوه بیان کې وویل چې؛ افغان امنیتي ځواکونو ته د اکمالاتو په رسولو کې د ځنډ علت په پاکستان کې د ناټو د اکمالاتي لارو بندیدل دي.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې کله تیل دوی ته ورسیږي افغان ځواکونو ته به یې ورکړي.
پرون د ملي امنیت په شورا کې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ویلي وو چې؛ د امریکا متحده ایالاتو د پولیسو او اردو څو جزو تامونو ته د تیلو او نورو اکمالات بند کړي دي.