په کشمیر کې یو مسافر وړونکی بس ۱۵۰ متره ژورې کندې ته لوېدلی دی

د پاکستان په تر کنټرول لاندې کشمیر کې همالیا ته نږدې، نن یو مسافر وړونکی بس، یونیم سل متره ژورې کندې ته لویدلی او لس تنه مړه شوي دي.

ویل کیږي چې، دا بس موټر له راولپینډۍ څخه حرکت کړی و او شل تنه په کې سپاره وو.

په پاکستان کې د سرکونو او لارو د خرابۍ او د موټرچلونکو د بې احتیاطې له امله تل داسې خونړۍ ترافیکي پيښې رامنځ ته کیږي.