د بریتانیې صدراعظم ډيویډ کامرون نن د لندن او پيکنګ ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا ژمنه وکړه.
ډېوېډ کامیرون په رسمي سفر چین ته تللی.
ده نن د چین د صدراعظم لي کیقیانګ سره ولیدل او پر اروپايي اتحادیه یې غږ وکړ چې؛ د چین سره د ازاد تجارت د یوې موافقې پر امکان غور وکړي.
د بریتانیې حکومت وايي، داسې موافقه به ښايي نږدې درې ملیارده ډالره اقتصادي ارزښت ولري.
د بریتانیې د صدراعظم دفتر وايي، چین ته د کامرون په درې ورځني سفر کې د کابینې شپږ وزیران او سل تنه عمده بریتانوي سوداګر هم شامل دی.
صدراعظم کامرون به نن د چین د جمهور رییس "شي جين پینګ" سره هم وګوري.
کامرون تېرکال د تبتیانو د تبعید شوي مشر "دالای لاما" سره چې د پیکنګ حکومت یې د جلايي غوښتونکو رهبر ګڼي، وکتل.
له هغه راهیسې د لندن او پیکنګ ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه په ټپه دریدلې وه.