اوکراین: اعتراض کوونکو نن هم د حکومت د استعفی غوښتنه وکړه

په زرګونو مظاهره کوونکي هڅه کوي چې؛ په کییف ښار کې حکومتي ودانۍ بندې کړې او د جمهور رییس "ویکټور یانوکوویچ" د حکومت د استعفی غوښتنې ته دوام ورکوي.

شخړې وروسته له هغې په اوکراین کې راپور ته شوې چې جمهور رییس یانوکوویچ له اروپایي اتحادیي سره د اتحاد او آزادي سوداګرۍ تړون رد کړ. مظاهره کوونکو د حکومت پر ضد د عمومي اعتصاب غږ هم کړی دی.

د یکشنبې په ورځ هم په کییف کې د حکومت پر ضد سختې مظاهرې شوې وې او پولیسو له مظاهره کوونکو سره نښتې وکړي.

د اروپایي اتحادیې د پراختیا کمشنر "سټیفن فویلې" د مذاکرو غږ کړی او وایي، مخالفتونه باید سمدستي حل شي.

د ناټو عمومي منشي "اندرس فوګ راسموسین" هم په اوکراین کې د آرامۍ غوښتنه کړې او وایي، په یوې ډموکراټیکه ټولنه کې شخړې او د قوې استعمال د سیاسي مخالفتونو د حل لار نه ده.

په عین حال کې د اوکراین د حکومت د اپوزیسیون یعنی "اوډار" ګوند مشر "ویتالي کلیتچکو" په ټول هېواد کې له اوکراینیانو غوښتي چې؛ مرکز کییف ته دې لاړ شي او د ده په وینا، د اوکراینیانو د راتلونکې په اړه پرېکړه کیږي.

بل مخالف "د پلرنی وطن ګوند" مشر "ارسیني یاتسینیوک" د یکشنبې په ورځ وویل؛ مخالفان به د یانوکوویچ د حکومت د استعفی غوښتنې ته دوام ورکړي:

"د دوشنبې د ورځې لپاره پلان دا دی چې د کابینې وزیرانو د دفترونو مخې ته به راټولیږو. زموږ اصلي غوښتنه د کابینې د وزیرانو استعفی ده. د حکومت د صلب اعتماد مسوده پارلمان ته وړاندې شوې ده.

د سیمې ګوندونه باید رایې ورکړي چې؛ حکومت به له خلکو غلا نه کوي او د کوچنیانو د وهلو امر به نه کوي. زموږ اصلي هدف د یانوکوویچ د حکومت استعفی ده. موږ د صدراعظم میکولا آزاروف– یانوکوویچ د حکومت استعفی غواړو."


اسوشیېټډپرس آژانس وایي؛ د اوکراین د پارلمان وکیلان به نن مشورتي غونډه وکړي.

د یکشنبې په ورځ شاوخوا یو لک کسانو د حکومت بندیز په پام کې ونه نیوه او مظاهرو ته یې دوام ورکړ.