په مشرانو جرګې کې نن د الکترونیکي تذکرو د چاپ د طرحې پر سر فزیکي شخړه وشوه.
شخړه په دې وه چې مشرانو جرګې ولې داسې پرېکړه کړې چې؛ په تذکرو کې دې د افغان او د دین نوم نه راوړل کیږي.
ځینو سناتورانو د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار په تعصب تورن کړ او هغه یې د اوبو په بوتلو وویشت.
مشرانو جرګې تېره اونۍ د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون طرحه تصویب کړه او په هغې کې یې د الکترونیکي تذکرو هغه طرحه تایید کړه چې؛ د افغان او د دین نومونه په کې نشته.
د کورنیو چار وزارت چارواکو پخوا ویلي وو چې؛ د یوه وګړي په اړه د هغه د دین په او قوم په ګډون ټول معلومات په ډیټابیس کې ثبتیږي.
په عین حال کې نن په ننګرهار کې په لسګونو کسانو مظاهره وکړه او ویې ویل چې؛ افغان او اسلام د دوی هویت دی او باید په تذکرو کې ذکر شي.