د امریکا د کانګرس د دواړو خونو د استخباراتي کمېټو مشرانو پرون په یوه ټلویزیوني بحث کې پر ولسمشر حامد کرزي د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې د ځنډ په خاطر سخت انتقاد وکړ.
د سنا د استخباراتي کمیټې مشرې "ډیان فاینشټاین"Dianne Feinstein په خپلو خبرو کې افغان ولسمشر له صفر سره برابر وباله او ویې ویل چې، د ده ټولې پرېکړې ناڅاپي دي.
د خلکو د استازو د جرګې غړي مایک راجرز Mike Rogers هم د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي، دفاعي تړون په لاسلیک کې پر ځنډ اندېښنه وښوده.
راجرز په تېره د ښځو د حقونو په برخه کې د بریاوو په یادولو سره ټینګار وکړ چې؛ امریکا باید له افغان مېرمنو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.