د امریکا په نیویارک کې د یوه اورګاډي د اوښتو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي دي

په امریکا کې د اورګاډي د اوښتو په یوه پېښه کې څلور کسان مړه شول. پېښه پرون د نیویارک ښار اړوند په برانکس Bronx سیمه کې هغه مهال وشوه چې؛ یو رېل له پټلۍ واوښت.

د نیویارک والی اندریوکومو Andrew Cuomo له پېښې وروسته خبریالانو ته همداراز د ۶۳ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.
د دې پېښې علت تراوسه نه دی روښانه شوی.