د ایران د بهرنیو چارو وزیروروسته له هغې چې تیره میاشت له لویدیځ سره د تهران د اټمي پروګرام په اړه موقتي موافقه ترلاسه شوه؛ له کویټ څخه چې د لویدیځ ملاتړی دی، کتنه کوي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا وایي، محمد جواد ظریف به نن له کویټي مشرانو سره وګوري او د اقتصادي ګډې کمیټې په غونډه کې به ګډون وکړي.
د ایران ولسمشرحسن روحاني ژمنه کړې چې؛ حکومت به یې له څنګلورو عربي هیوادونو سره اړیکي پراخ کړي.
د ایران شیعه رژیم د خلیج له هیوادونو سره چې اکثره وګړي یې؛ سونیان دي، ستونزمنې اړیکی لرل.
سعودي عربستان او ایران په منځني ختیځ کې لوی سیالان بلل کیږي. خو د خلیج هیوادونه اوس د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې هرکلی کوي.
تیره اونۍ د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیرله تهران څخه لیدنه کړې وه او ظریف به هم له کویټ وروسته عمان ته ولاړشي.