د کندهار امنیتي مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې نن پر دوو تنو قومي مشرانو نامعلومو وسله والو حمله کړې.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل؛ پر قومي مشرانو احمد جان او احمدزي د دې ښار په نهمه ناحیه کې تر غرمې وروسته حمله وشوه؛ چې احمد جان په کې وژل شوی او بل ملګری یې ټپي دی.
وسله وال کسان له سیمي تښتېدلي او د حملې مسوولیت هم چا نه دی منلی.
د راپورونو له مخې په کندهار ولایت کې په تېرو ۷ کلونو کې په سلګونو قومي مشران په دغه ډول حملو کې وژل شوي.