د تایلنډ په مرکز بنګکاک ښار کې د حکومت د مخالفو او ملاتړو مظاهره کوونکو تر منځ شخړې شوي دي.
راپورونه وایي، د شنبې په ورځ یو کس هغه مهال په ډزو ووژل شو او یو شمېر نور ټپیان شول چې، د حکومت مخالفانو پر حکومت پلویو مظاهره کوونکو حمله وکړه.
د شنبې په ورځ د صدراعظمي "ینګلوک شینواترا" د حکومت د لرې کولو په مقصد د اوومې ورځې لپاره مظاهرې وشوې.
په داسې حال کې چې د حکومت ضد غورځنګ پتییلې چې نن (یکشنبې) به حکومتې ودانۍ اشغال کړې؛ د تایلنډ سمندري، هوایي او پلي ځواکونه د ودانیو د امنیت په مقصد ځای پر ځای شوي دي.
اعتراض کوونکي وایي، د شینواترا حکومت د هغې د ورور، لرې کړای شوي صدراعظم "تاکسین شینواترا" له خوا اداره کیږي. په ۲۰۱۰م کال کې د تاکسین ملاتړو حکومتي ودانۍ د دوو میاشتو لپاره اشغال کړې وې او په شخړو کې هغه مهال له ۹۰ زیات کسان وژل شوي وو.
له شخړو وروسته "ینګلوک شینواترا" د دې هېواد صدراعظمه ټاکل شوې وه.