نوازشریف: پاکستان د افغان هر پلاوي ته له ملابرادر سره د لیدو زمنیه برابروي

د پاکستان صدراعظم وايي، دوی به هر هغه پلاوي ته له ملا برادر سره د لیدو زمینه برابره کړي، چې افغان حکومت یې ور ولیږي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف نن په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ګډ کنفرانس کې په دې اړه وویل:

"زه باید ووایم چې، ملا برادر خوشې شوی، هر هغه څوک چې د ولسمشر له خوا پاکستان ته راشي او له ملا برادر سره د لیدو غوښتنه وکړي؛ موږ به هغوی انتقال کړو او دغه لیدنه به په بریالیتوب سره وشي."

تر دې څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ؛ چې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبري وکړي.

خو معلومه نه شوه چې د سولې عالي شورا د رییس صلاح الدین رباني په مشرۍ دغه پلاوي له ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او که څنګه؟

ملا برادر د وسله والو طالبانو دویمه درجه مشر بلل کیږي چې؛ د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲۱مه پاکستان له خپل بنده ازاد کړ.