پولیسو د اوکراین په مرکز کې د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره له زوره کار اخیستی

د بغاوت ضد پولیسو د اکراین په مرکز کې له زوره کار اخیستی؛ څو د کییف ښار په منځنۍ سیمه کې یوه پراخه مظاهره سره خوره کړي.

د مظاهره کوونکو د تنظیموونکي "سرګي میلنیچینکو" په وینا؛ خبر ورکړل شوی دی چې؛ پولیسو نن سهار پر سلګونو مظاهره کوونکو اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ.

د اکراین پنځم تلویزیوني چاینل یوه ویډیو ښکاره کړه چې؛ په کې په لسګونو پولیس ښکارېدل چې د ازادي تر میدان راګرځیدلي وو. عیني شاهدانو همدې تلویزیون ته وویل چې؛ پولیسو مظاهره کوونکي ډیر سخت ووهل. اسوشیېټډ پریس اژانس راپور ورکړ چې؛ د خپلواکۍ په میدان کې امبولانسونه لیدل شوې دي او د یو شمېر مظاهره کوونکو له سرونو او لاسونو وینې بهیدې.

دغه مظاهره کوونکي د هغو نژدې لس زره اعتراض کوونکو پاتې کسان وو چې؛ پرون یې د ولسمشر ویکتور یانوکویچ د استعفی غوښتنه د دې لپاره وکړه چې؛ هغه له اروپایي ټولنې سره د یوځای کېدو تړون لاسلیک نه کړ.