د سوریې صدراعظم له ایران چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ولاړ

د سوريې صدراعظم پرون تهران ته ورسېد چې له ايراني چارواکو سره د سولې د هغه کنفرانس په درشل کې خبرې وکړي؛ چې د سوريې د کورنۍ جګړې د ختمولو په هدف په جنيوا کې جوړېږي.

"وایل الحلقي"‎ به په خپل دې ورځني سفر کې د ايران له ولسمشر "حسن روحاني"، د بهرنيو چارو له وزير "جواد ظريف" او د ملي امنيت شورا له مشر "علي شامخاني" سره وګوري.

تهران ته له رسېدو سره سم الحلقي وويل؛ دى به د سوريې پر بحران او دوه اړخيزو مسايلو لکه د انرژۍ او برېښنا په برخه کې پر همکارۍ؛ د تېلو پر صادراتو، اساسي پروژو او روغتيا په اړه هم بحث وکړي.

دا کتنه يوه ورځ وروسته تر هغه کيږي چې؛ سوريې وويل، يو هيات به يې د جنيوا دوه نامه کنفرانس کې برخه واخلي؛ چې ټاکل شوې د جنورۍ پر دوه ويشتمه وشي.

ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد عمده سيمه ييز ملاتړى دى. معلومه نه ده چې ايران به په دې کنفرانس کې برخه واخلي که څنګه؟