د افغانستان کرکټ ټیم په متحده اماراتو کې نیپال ته ماته ورکړه

د افغانستان د کریکټ ملی ټیم نن په متحده عربي اماراتو کي د نیپال ټیم ته په اوو ویکټو کې ماتې ورکړه.

لوبه یا بیټنګ نیپال پیل کړه او دغه ټیم په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړوپه سوځیدو سره ۹۰ منډې جوړې کړې، خو افغان لوبغاړو نسبتا په آسانۍ سره په څوارلسم اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلی هدف پوره کړ.

په نننۍ سیالۍ کي نوروز منګل د افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې وکړي. ده په ۳۴ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړي. سمیع الله شینواري په ۴۷ توپونو په داسې حال کي چې تر پایه ونه سوځیده، ۲۴ منډې وکړي.

په بالینګ کې سمیع الله شینواري ۳، دولت ځدراڼ ۲ او عزت الله دولتزي دوه نیپالي لوبغاړي وسوځول.