حامدکرزي په هلمند کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید له امله د یوه ماشوم وژنه غندلې

ولسمشر حامد کرزي په هلمند ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید چې د چارواکو په وینا یو ماشوم یې وژلی او دوه ښځې یې ټپي کړي په کلکه غندلې.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې؛ دا برید پرون سهار د ګرمسېر ولسوالۍ په فقیران کلي کې شوی او په نتیجه کې یې یو دوه کلن ماشوم وژل شوی او دوه مېرمنې ټپیانې دي.

بیان د ښاغلي کرزي له قوله لیکي چې وايي، په داسې حال کې چې مشورتي لویې جرګې د کابل او واشنګټن ترمینځ امنیتي، دفاعي تړون تایید کړ، دا حمله ښيي چې امریکايي ځواکونه د افغانانو ژوند او د لویې جرګې پرېکړو ته درناوی نه کوي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، ترهغه وخته چې پر افغانانو د بهرنیو ځواکونو له خوا دا ډول ظلمونه روان وي له امریکا سره امنیتي موافقه به لاسلیک نشي.