ولسمشر کرزي په فاریاب کې د اکتید موسسې د کارکوونکو وژنه غندلې ده

د جمهوري ریاست په بیان کې همداراز راغلي چې؛ افغان ولسمشر په فاریاب ولایت کې د اکتېد مرستندویې ټولنې د افغان کارکوونکو وژنه هم غندلې ده.

افغان چارواکو مخکې خبر ورکړی و چې؛ وسله والو کسانو د اکتېد موسسې پر اوو کارکوونکو په داسې حال کې چې د خیریه کارونو لپاره المار ولسوالۍ ته روان وو، برید وکړ، شپږ تنه یې ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

ولسمشر کرزی وايي، دا د افغانانو د دښمنانو او د هغو کسانو کار دی چې نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي.