د بشري حقونود څارنې نړیوال سازمان د افغانستان د عدلیې وزارت له هغه دریځ نه هرکلی وکړچې وایي د سنګسارمساله د جزا په قانون کې نه شاملوي.
د بشري حقونود څارنې د نړیوال سازمان د آسیا د څانګې څیړونکې هیدربار د پنجشنې په ورځ آزادي راډیوته وویل،دوی د افغان حکومت له دې اقدام نه هرکلی کوي:
"موږ له حکومت نه وغوښتل چې دا کار ونکړي اوحکومت ته مو وویل که چیرې دا کاروشي نومرسته کوونکي هیوادونه به نور افغانستان ته پیسې ورنکړي.
نو اوس چې افغان حکومت وایي چې دا کار نکیږي دا یو عالي خبر دی".
تردې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې د افغانستان د عدلیې وزارت د جزا پرقانون کارکوي او داسې وړاندیز هم شوی چې د سنګسار سزا دې پکې شامله شي.
د عدلیې وزارت مرستیال سید یوسف حلیم آزادي راډیوته وویل چې سنګسار په اسلامي فقې کې شته خو ددې حکم عملي کیدل خاصو شرایطو ته اړتیا لري.