د سوریې حکومت او د دې هیواد د اپوزیسیون عمده اییتلاف تایید کړې چې؛ د ملګروملتو په ملاتړ د سولې په کنفرانس کې ګډون کوي.
دواړه لوري د سولې د خبرو هدف ته په رسیدو کې پرمختلفو دریځو ټینګارکوي. په پام کې ده چې دا خبرې د جنوري په ۲۲ جینوا کې ترسره شي.
د سوریې صدراعظم واییل الحق وویل، د حکومت هیات به جینوا ته د قدرت د تسلیم لپاره نه بلکه د سیاسي جوړجاړي د خبرو په خاطر ځي.
په سوریه کې د بشارالاسد رژیم او د اپوزیسیون ایتلاف په جینوا کې د خبرو په ارتباط ډیر متفاوت دریځونه اعلان کړي دي.
د سوریې صدراعظم واییل الحق ویلي چې؛ د بشارالاسد د حکومت یو هیات به جینیوا ته د قدرت تسلیمولو د معاملې په خاطر نه، بلکه د سیاسي جوړجاړی لپاره ځي خو اپوزیسیون تل د حاکم رژیم په استعفی ټینګار کړی دی.
"موږ به جینوا ته د تسلمیدو لپاره نه ځو او موږ تل دا خبره تکرار کړې ده. موږ هلته د دې لپاره ځو چې د مهمو پریکړو په پروسه کې ګډون وکړو. خو لکه څرنګه چې تاسې خبریاست، په ټوله نړۍ کې، کله چې حکومتونه جوړیږي، د هیوادونو په پارلمان کې د ایتلافونو پر اساس جوړیږي. موږ به د نورو سره د پارلمان له لارې د ملي اتحاد پر بنسټ د حکومت په تشکیل کې برخه واخلو."
د سوریې د څه باندې دوه نیم کلن بحران د حل لپاره د جنیوا په اول کنفرانس کې د انتقالي حکومت د رامنځ ته کیدو پریکړه وشوه؛ خو د جمهور رییس بشارالاسد څخه ونه غوښتل شول چې؛ له واکه لرې شي.
د سوریې د اپوزیسیون د ملي ایتلاف مشر احمد جبرا خبري اژانسو ته ویلي چې؛ د جنیوا کنفرانس داسې موقع ګڼي چې په سوریه کې له بشارالاسد پرته د انتقالي، ډیموکراتیک حکومت د رامنځ ته کیدو ته لاره پرانیزي.
"د جینوا دوهم کنفرانس د واک انتقالي منبع ده چې؛ د رهبرۍ شکل لري او په سوریه کې د ریښتنې ډيموکراتیکې انتقالي پروسې د رامنځ ته کیدو لپاره کار کوي. موږ د جنیوا دوهم کنفرانس ته په همدې سترګه ګورو او دا چې جمهور رییس بشارالاسد په سوریه کې اینده نه لري او په هیڅ موقت حکومت یا انتقالي پروسه کې به برخه نه ورکول کیږي."
د سوریې د اپوزیسیون د ایتلاف مشر ویلي چې؛ تهران هم یوازې په هغه صورت کې په دې خبرو کې برخه اخیستلای شي چې؛ په غیر مستقیم ډول د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ په جګړه کې خپل اشتراک ختم کړي.
"ایران په ريښتیا د سوریې د خلکو په قتل کې لاس لري او که چیرې په دې کنفرانس کې ګډون غواړي؛ نو باید خپل ځواکونه، د حزب الله وسله او سخت دریځي عراقي وسله وال له سوریې وباسي."
د ایران او ترکیې د بهرنیوچارو وزیرانو پرون په ګډه پر سوریه غږ وکړ چې؛ د امکان تر حده ژر یو اوربند ټینګ کړي؛ څو د سولې خبرې د بریالیتوب امکان پیدا کړي.
ایران او ترکیه د سوریې په جګړه کې د مختلفو لوریو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې جین ساکي د سوریې په بحران کې بهرنۍ لاسوهنې رد کړې او ټینګار یې کړی چې، د انتقالي حکومت رامنځ ته کیدل د بحران د حل تر ټولو غوره لاره ده.