فراهي: د افغانستان سلګونه تاریخي ابدات د له منځه تلو له خطر سره مخ دي

د افغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد د ۲۰۰۰ تاریخي ابداتو او ځایونو له جملې نه نیمايي یې اوس مهال د ویجاړېدو له خطر سره مخامخ دي.

په افغانستان کي ډیر تاریخي ابدات تر اسلام مخکې او وروسته، د بودایانو، تیموریانو او ځینو نورو مهمو دورو څخه پاته شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي ازادي راډیو ته وویل؛ چې له ډېرو هڅو سره سره لا هم د دې هېواد له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې تاریخي ځایونه، اثار او ابدات د ویجاړېدو په حال کې دي.

د افغانستان د تاریخي ابداتو د ساتنې مسوولینو په یو شمېر ولایتونو کې د تاریخي ځایونو او ابداتو د معلومولو او ساتلو په هدف یوه سروې هم کړې.

خو د دې مسوولینو په خبره په هلمند، کندهار، زابل، نورستان، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د نا امنیو له امله نه دي توانېدلي؛ چې دغه سروې وکړي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې ولایت کې که د احمد شاهي کلا دېوال ټول له منځه تللی.

نوموړی د دې ولایت د منډیګک ماڼۍ او شمشېر غار یادونه کوي؛ چې زرګونه کاله تاریخ لري او اوس یې د نا امنیو له امله ساتنه نه کیږي.

"منډیکګ او نارنځ ماڼۍ ده چې پنځه زره کلونو ته یې قدامت رسیږي؛ په پنجوايي کې شمېر غار دی، چې قدامت یې ۱۵ زره کلونو ته رسیږي.

د نارنج ماڼۍ شواوخوا ځمکه یا غصب شوې ده او یا غیر فني او غیر قانوني سپړني شوي دي چې؛ د له منځه تلو په حال کې ده. د منډیګک مانۍ په شاه اغا سیمه کې چې له بده مرغه موږ هغې سیمې ته لاسرسی نه لرو."


دا یوازې کندهار نه دی، چې تاریخي ځایونه او آبدات یې خوندي نه دي؛ بلکې د ځینو نورو ولایتونو مسوولینو هم ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دوی ولایتونو پورې اړوند تاریخي ابدات جدي ساتنې او ترمیم ته اړتیا لري.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس اریا روفیان وايي؛ چې د دې ولایت د ټولو تاريخي ابداتو ۳۰ فیصده د ویجاړېدوپه حال کې ده.

"د هرات د تاریخي ابداتو ۳۰ فیصده له خطر سره مخ ده او ۴۰ فیصده په منځني حالت کې دي او ۳۰ په سلو کې ابدات مخکې بېرته جوړ شوي دي؛ چې د ساختمان له نظره څه ستونزه نه لري او په ښه حالت کې دي."

د نژدې زرو تاریخي ابداتو او اثارو د له منځه تلو او ویجاړېدو لاملونه تر ډیره په دغو ځایونو کې نا امنۍ، پر خپل سره کیندنې، د متخصصینو کمښت او د دغو ځایونو د ساتني لپاره کم امکانات دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتني او بېرته جوړونې رییس عبدالاحمد عباسي هم د تاریخي ابداتو او ځایونو حالت د اندېښنې وړ بولي.

"موږ تراوسه له دوسو څخه زیات تاریخي ابدات بېرته له سره جوړ کړي؛ کوم شمېر چې موږ جوړ کړي، هغه د څو کلونو لپاره پرته له مراقبت او ساتنې څخه کیدای شي؛ خراب نه شي، خو د اکثرو تاریخي ابداتو وضعیت ښه نه دي."

افغانستان د خپلو تاریخي ابداتو او ځایونو د لرلو په خاطر په نړیواله سطح ښه نوم ګټلي دي.

د تاریخي ابداتو د ساتني او بېرته جوړونې رییس عبدالاحمد عباسي


له دې جملې څخه د غور منارجام په ۲۰۰۲م کال او د بامیان دره د ځانګړو سیمو د لرلو له امله په ۲۰۰۳م کال کې د نړیوالو فرهنګي میراثونو په لیست کې شامل شوي دي.

همدارنګه په ۲۰۰۷م کال کې د ایسیسکو د نړیوال سازمان له خوا غزني د اسلامي هېوادونود ثقافت د مرکز په توګه وټاکل شو.

غزني د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د بیلا بیلو دورو خورا مهم تاریخي ځایونه، ابدات او اثار په کې موجود دي.

د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري چارو سازمان یا یونسکو د افغانستان د تاریخي ابداتو ارزښت ته په کتلو وايي؛ چې باید دې برخه ته ځانګړی پام وشي.

په کابل کې د دې سازمان د پروژو مسووله "سارا نوشابي" په افغانستان کې د تاریخي آبداتو په هکله له ازادي راډیو ته خپله اندېښنه داسې څرګنده کړه.

“له بده مرغه که چېرې نن موږ ورته باملرنه ونه کړو او همداسې په خراب وضعیت کې وي؛ ترشلو او یا لسو نور کلونو به چې په هېواد کې امنیت وي او جنګ هم نه وي نو د تاریخي ابداتو له لاري به د عوایدو منبع هم بنده شي."

د یونسکو مسوولین وايي، دوی په ټول افغانستان کې ځکه د تاریخي ابداتو د ساتني او بیرته جوړلو لپاره کار نه شي کولای، چې امنیتي ستونزي موجودې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتني او بیرته جوړونې مسوولین وایي؛ دوی ځکه د تاریخي ابداتو پر ساتنې او بیرته جوړونه ډیر ټینګار کوي، چې په هیواد کې د توریزم صنعت ورسره غښتلی کیږي.

د راپورونو له مخې افغانستان تر جګړو پخوا د ټوریزم له لارې ښه عواید درلودل؛ خو په وروستیو جنګونو کې نه یوازې نړیوال ګرځندویان افغانستان ته رانغلل، بلکې د دې هېواد تاریخي ابداتو او اثارو ته هم ډیرزیانونه ورسیدل.

د ګرځندوی یا توریزم د برخې څیړونکي وایي؛ که افغان دولت د ګرځندویانو د راتګ لپاره لازمه زمینه برابره کړ او امنیتي ګواښونه له منځه یوسي، نو افغانستان به یوځل بیا د ګرځندوی له درکه ښه عواید تر لاسه کړي.

راپور: معصوم میوند- کابل