د افغانستان کرکټ ټیم له نیپال سره نیمه پایلوبه ترسره کوي

تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا ماسپیښین د ۲۰۱۴ کال د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په غوراوي دور کې نیمه پآیلوبه له نیپال سره وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل؛ افغانستان خپلې ګروپي سیالۍ تر ټولو ټیمونو ښې وکړې او نیغ په نیغه نړیوال جام ته ووت او اوس د ټورنمنټ په نیمه پآیلوبه کې له نیپال سره چې پرون یې هانک کانګ ته ماته ورکړه مخامخ شوی دی.

په بله نیمه پآیلوبه کې به ایرلند له عربي متحده اماراتو سره ولوبيږي.