د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پرون د خپل هيواد د پارلمان غړيو ته له لوېديځو قدرتونو سره د اټمي پروګرام پر سر د موافقې په باب معلومات ورکړل.
ظريف وويل، دا موقتي موافقه، چې پر ايران نړېوال بنديزونه نرموي؛ د اسلامي جمهوريت ملي ګټي خوندي کوي.
د ايران د باندنيو چارو وزير همداراز وويل چې، دې موافقې د ايران د اسلامي جمهوريت دښمنان وارخطا کړي دي.
د ايران د ايسنا خبري اژانس د راپور له مخې ظريف ادعا وکړه چې؛ په موافقه کې د يورانيمو د غني کولو په اړه د ايران حق په رسميت پېژندل شوی دی.
خو امريکايي چارواکي وايي، د اټمي بې وسلې کېدا له تړون سره سم؛ چې ايران يې هم غړي دي، هيڅ هېواد په ښکاره دا ډول حق نه لري.
جواد ظريف وويل، ايران به په خپل اټمي پروګرام کې شفافيت راولي؛ څو دا تضمين شي چې، فعاليتونه يې سوله ييز دي او د اټمي وسلې د جوړولو لټه نه کوي.
"د وروستي باب په پای کې متن ټينګار کوي چې؛ د ايران د اټمي پروګرام وضعيت عادي کېږي؛ نه دا چې په وروستي ګام کې د ملګروملتو د امنيت شورا بنديزونه لېري کېږي، دا د نهايي ګام په پيل کې دي. د نهايي ګام په پای کې د ايران وضعيت د جاپان، اسټراليا يا جرمني په شان کېږي."