د افغاني او پاکستاني محصولاتو یو نندارتون په کابل کې پرانیستل کیږي

ټاکل شوې، چې د افغاني او پاکستاني محصولاتو یو نندارتون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولین وايي؛ چې د دې نندارتون د جوړولو هدف د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو غښتلي کول دي.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هیله لري، چي د افغاني او پاکستاني محصولاتو د نندارتون په پرانیستل کېدو سره به د افغان سوداګرو د ټرانزیټ ۶۰ فیصده ستونزي حل شي.

په دغه نندارتون کې د دواړو هیوادونو کورني محصولات او تولیدات په ۴۵ غرفو کې د ۳ ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کیږي.