د اوکراین پخوانۍ صدراعظمه یولیا توماشینکو نن خپله ۵۳ کلیزه لمانځي

د اوکراین د حکومت مخالفه او زنداني پخوانۍ صدراعظمه یولیا توماشینکو نن خپله ۵۳ کلیزه لمانځي.

دا په داسې حال کې ده چې له اروپايي ټولنې سره د مهم سیاسي او اقتصادي تړون د ځنډیدو له امله په اوکراین کې حکومت ضد مظاهرو زور اخستی دی.

اروپايي ټولنې له اوکراین سره د دغې تړون د لاسلیک کېدو لپاره د زنداني توماشینکو چې په روانه اونۍ کې نه د خوړولو اعتصاب هم پیل کړی؛ خوشې کول مهم شرط ګنلی دی.

د اوکراین ولسمشر ویکتور یونوکویچ د سه شنبې په ورځ وویل؛ اروپايي ټولنې اوکراین ته د ۶۱۰ میلیونو یورو د مرستې پیشنهاد کړی؛ په داسې حال کې چې د هغه په وینا، هیواد يې د اروپايي ټولنې معیارونو ته د رسیدو لپاره په کلني ډول۲۰ میلیارده یورو ته اړتیا لري.

یونوکویچ د اروپايي ټولنې پیشنهاد خپل هېواد ته سپکاوی ګڼلی دی.

اخوا بیا روسيي اوکراین ته ویلي چې؛ له اروپايي ټولنې سره سیاسي او اقتصادی تړون وځنډوي.