د ملګروملتونو د حقونو یوې کمیټې د سې شنبې په ورځ د شخصي حریم د حق لرلو په اړه یوپریکړه لیک چې جرمني او برازیل وړاندی کړی و؛ تصویب کړ.
په ملګرو ملتونو کې د جرمني سفیر پټرویټیګ وویل؛ که څه هم د غه پرېکړه لیک اجرایي بڼه نه لري؛ خو هغه یو مهم سیاسي پیغام ورکوي.
پریکړه لیک پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وایي چې، د حکومتونو یا کمپنیو له خوا څارنه او شخصي معلوماتو ته لاس رسۍ له بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼل کیدای شي.
په پریکړه لیک کې ویل شوي چې، د ملګرومتلونو د عمومي اسامبلې د حقونو کمیټه د نړیوالې څارنې په ګډون پرټیلفوني او انترنټي خدماتو څارنه کولای شي؛ پر بشري حقونو منفي اغیزوکړي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل او د برازیل ولسمشرې "ډیلما روزیف" د هغو راپورونه په وړاندې سخته غصه ښکاره کړه چې؛ وایي، د امریکا د ملي امنیت ادارې د دوی ټیلفوني مکالمې څارلې دي.
دغه پریکړه لیک به د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته درایې ګیری لپاره وړاندې کیږي.